د جوزجان ځايي چارواکي مني چې وسله‌وال طالبان دغه ولایت کې ماشومانو ته پیسې ورکوي، ترڅو د افغان ځواکونو په لاره کې ماینونه خښ کړي. د دوی په خبره، طالبان ماشومان ته پنځوس افغان ورکوي، ترڅو پلچکونو، امنیتي پوستو او عامه تاسیساتو کې ماینونه خښ کړي.

شېرمحمد د هغه ۱۴ کلن جوزجاني ماشوم مستعار نوم دی چې د طالبانو له خوا په دولتي تاسیساتو کې د ماین اېښودلو لپاره د دغې ډلې له خوا جذب شوی. شېرمحمد وایي، د هر ماین اېښودلو لپاره ۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

د نوموړي په خبره، هغه چاودنه چې ډېره مرګ‌ژوبله ولري، تر زرو افغانیو جایزه لري او هغه ماشومانو ته سخته سزا ورکول کېږي چې د ماین له خښولو ډډه وکړي.

شېرمحمد زیاتوي، له تېر یوه کال راهیسې د جوزجان په فیض‌اباد ولسوالۍ کې او د جوزجان ـ بلخ پر لویه‌لاره د طالبانو په غوښتنه ماینونه خښوي.

د فیض‌اباد ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان خان محمد وايي، طالبان د ماینونو خښولو لپاره ماشومانو څخه ګټه اخلي او مهم دولتي او عامه تاسیسات ورانوي.

د خان محمد په وینا، طالبانو ګڼ شمېر ماشومانو ته د ماین اېښودلو، اطلاعاتو راټولولو، د سټراټیژيکو ځایونو او مهمو اشخاصو په نښه کولو لپاره روزنه ورکړې ده.

دا یوازې فیض‌اباد ولسوالۍ نه ده چې طالبان له ماشومانو څخه په ګټې اخیستو ماینونه ځای پر ځای کوي، قوش‌تپې او اقچې ولسوالیو کې هم همدغسې یو وضعیت دی.

سره له دې چې د دغو ماشومانو کورنۍ خبرو کولو ته نه حاضرېږي؛ خو دغسې مسلو اندېښمن کړي دي.

د جوزجان امنيې قوماندان عبدالواحد وجدان هم مني چې طالبان د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره له ماشومانو کار اخلي او هغوی په زور اړ کوي چې د امنیتي ځواکونو په لاره او عامه تاسیساتو کې ماینونه ځای پرځای کړي.

وجدان زیاتوي، طالبان د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره په هر ډول ناروا عمل لاس پورې کوي.

دغه راز د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي هم د طالبانو له خوا د جنګي موخو لپاره د ماشومانو کارولو پخلی کوي او وايي، د طالبانو دغه کار له جنګي اصولو ښکاره سرغړونه ده.

طالبان د افغان چارواکيو دغه ادعا نه مني. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د خپلو جګړه‌ییزو موخو لپاره له ماشومان کار نه دی اخيستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام