په میدان وردګ ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت اړوند د چک ولسوالي په روغتون کې یوې مور د جراحي عملیاتو په واسطه غبرګوني ماشومان زېږولي، خو ماشومان د خېټې په برخه کې یو له بل سره نښتي دي.

د دغه روغتون د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصه ډاکټره حمیده وایي، یاد زېږون د عملیات په واسطه شو چې کامیاب و او په وینا یې، د مور او ماشومانو روغتیا د ډاډ وړ ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک بیا سلام‌وطندار ته وویل، نوي زېږېدلي ماشومان یو له بله د بېلولو په موخه، پلازمېنې کابل ته لېږدولي، څو د جراحي عملیاتو له لارې جلا شي.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر ځیرک د چک روغتون د ډاکټرانو هڅې ستایي او وایي پر وخت یې، یاد ناروغ ته رسېدنه کړې. د ماشومانو پلار او مور د دایمیرداد ولسوالي اړوند د چتو کلي اصلي اوسېدونکي دي او دغه روغتون ته د زېږون لپاره ورغلي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روغتیاپالان دغه ډول زیږون ته omphalophagus اصطلاح کاروي او لاملونه یې په ټيټ سن او خپلوانو کې واده کول، د مېندوارۍ پر مهال د ځینو خپل‌سرو درملو استعمال او سوی تغذي په ګوته کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام