میدان وردګ ولایت کې یوې مور دوه نښتي ماشومان زېږولي
په میدان وردګ ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت اړوند د چک ولسوالي په روغتون کې یوې مور د جراحي عملیاتو په واسطه دوه غبرګوني ماشومان زېږولي، خو ماشومان د خېټې په برخه کې یو له بل سره نښتي دي.