یو‌شمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت ځواکونو یې وروسته له هغې د رسنیز پوښښ مخنیوی او ورته ګواښ کړی چې غوښتل یې کندهار ښار کې یوه اعتراض ته خبري پوښښ ورکړي.

دوی وویل، د اسلامي امارت ځواکونو نه یوازې د خبریالانو د رسنیز پوښښ مخنیوی کړی، بلکې د ځینو رسنیو خبریالان یې د څو دقیقو لپاره نیولي هم دي او د هغوی وسایل یې ورڅخه اخیستي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه خبریالان وروسته بیا د خلکو په غوښتنه بیرته راخوشې شوي دي. کندهار کې خبریالان وايي، د رسنیز پوښښ پر مهال له سختو ګواښونو سره مخ دي.

دغه اعتراض وروسته له هغې وشو، چې پرون شنبه کندهار ښار کې پر درېوو مېرمنو ډزې وشوې چې یوې یې په کې ژوند له لاسه ورکړ او دوه نور یې ټپیانې شوې.

د وژل شوې مېرمنې کورنۍ نن د هغې جسد د اعتراض په توګه له میرویس روغتون څخه د ولایت مقام مخ ته لېږدولی وو.

ورته وخت کې ځینې رسنۍ هم شکایت کوي، چې د اسلامي امارت له خوا ورته څو ځله ویل شوي، چې د هغوی په خوښه خبر او رپوټ جوړ او بیا یې خپور کړي.

اوسمهال کندهار کې مېشتو خبریالانو پر خپله شخصي فېسبوک پاڼو یو ډول تصویر پورته کړی، چې مُهر يې پر خوله لګېدلی او د بیان د ازادۍ غوښتنه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت ځواکونو تر دې وړاندې هم د اعتراضونو پرمهال یو شمېر خبریالان نیولي او بیرته خوشې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام