Asset 1SWN

د ا.ا د ځواکونو له لوري د خبریالانو نیول کېدو او ځورونې په اړه د نی اندېښنه

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د سلواغې په ۲۷مه، د پنجشنبې ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په وروستۍ یوه میاشت کې د خبریالانو د نیول کېدو او ځورونې پېښو زیاتوالي د دوی اندېښنې را پورته کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نی زیاته کړې چې دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې د کندهار امنیتي ځواکونو د دغه ولایت یو محلي خبریال محمدیار مجروح نیولی او له دوو ورځو راهیسې بندي دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «له دوو کلونو په کمه موده کې دا څویم ځل دی چې امنیتي ځواکونه په کندهار کې خبریالان نیسي یا یې احضاروي. همدارنګه، امنیتي ادارو د تېرې یوې میاشتې پر مهال په کابل، ننګرهار، کندهار او غور کې هم خبریالان نیولي او احضار کړي دي.»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې دغه راز ویلي چې د کورنیو چارو وزارت اړوند امنیتي ځواکونه دوه ورځې وړاندې کابل کې پر تمدن خصوصي ټلوېزیون یرغل کړی او د دې رسنۍ د مسوولانو په وینا، کارکوونکي او خبریالان یې ځورول شوي او موټر یې هم ترې بیولي دي.

نی ټینګار کړی چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري ورته نیونې او ځورونې د منلو نه دي او «په هېڅ ډول نه‌شي توجیه کېدلی.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه کې زیاته شوې: «نی تمه لري چې مسوول چارواکي ژرترژره محلي خبریال محمدیار مجروح خوشې کړي او که کوم ادعا هم وي، د رسنیزو سرغړونو کمېسیون ته دې وسپاري. د یادونې ده چې د کورنیو چارو وزارت باید د تمدن ټلوېزیون په اړه هم وضاحت ورکړي، موټر یې بېرته ورته وسپاري او له مسوولانو یې هم بښنه وغواړي.»

اسلامي امارت تر اوسه د یاد خبریال د نیول کېدو او پر تمدن ټلوېزیون د یرغل په اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام