Asset 1SWN

هلمند کې موټربم برید؛ ۴ امنيتي سرتېري وژل شوي

unnamed_10-owjxw8oljdq17pzpvw3lh0zc9b5j3oz7daacp4tjtg

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ «یخچال» سیمه کې د ملي اردو پر پوستې موټربم برید شوی چې ۴ سرتېري په کې وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د بريد مسووليت وسله‌والو طالبانو منلی او ويلي يې دي چې ګڼ شمېر افغان ځواکونو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په ورته وخت کې هلمند کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، تر موټربم برید وروسته طالبانو دوه سرتېري ژوندي ځان سره وړي دي.

د یادولو ده چې طالبانو څه موده وړاندې هم د هلمند ـ کندهار لویه‌لار کې پر یوه امنیتي مرکز د موټربم بريد له کبله تر ۱۵ پورې کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام