Asset 1SWN

طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې هلمند ته تر ټولو ډېر چاودېدونکي توکي لېږدولي

1397031812405821514359334-300x209

د هلمند په ځينو ولسوالیو کې تازه د وسله‌والو طالبانو له لوري پر یو شمېر امنیتي پوستو د بریدونو او د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو خبرونه ورکول کېږي؛ خو ترڅنګ يې د هلمند والي محمد یاسین وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې وسله‌والو طالبانو په ډېره کچه چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي او غواړي چې د عامه تاسیساتو په له منځه وړلو کې يې وکاروي.

په ورته وخت کې د هلمند امنیې قوماندان خلیل الرحمن جواد وايي، د نادعلي ولسوالۍ اړوند ځینو سیمو کې وسله‌والو طالبانو بریدونه کړي چې هم مهاله يې یو شمېر پلونه او پلچکونه هم په بمونو الوځولي او له منځه يې وړي دي.

دغو جګړو ډېری هلمندیان هم اندېښمن کړي او له ښکېلو غاړو یې د دایمي اوربند غوښتنه کړې.

دوی هیله لري چې په هېواد کې روانې جګړې ته د خبرو له لارې یوه حل لاره پیدا شي او ولس له دې حالته وژغورل شي.

وسله‌والو طالبانو د هلمند د والي د دې خبرې په اړه څه نه دي ویلي چې وايي طالبانو په زیاته کچه چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي.

که څه هم په قطر کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي؛ خو هم مهاله ورسره په یو شمېر ولایتونو کې جګړو هم زور اخیستی چې دغه حالت د سولې له خبرو د عامو افغانانو هیلې هم کمې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام