Asset 1SWN

هلمند کې موټربم برید ۹ کسان وژلي

LASHKAR-GHA-2

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، یو موټربم برید د دغه ولایت پر ۶۰۱ نمبر لویې لارې پر یوې پوستې شوی چې پنځه سرتېري په‌کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، په همدې شپه د ملکیانو یو موټر پر یاده لویه لاره تېرېده چې د دغه برید له کبله په یاد موټر کې هم څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. هغه وايي، په ټپیانو کې دوه ښځې او دوه هم نارینه دي.

بله‌خوا په هلمند کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې په یاد موټربم برید کې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په وینا یې، له لسو ډېر په‌کې وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام