د پکتیا پر امنیتي چارواکو د دغه ولایت د استازیو نیوکې په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي او د ولایتي شورا رییس په دغه ولایت کې د امنیتي چارواکو پر ناهمغږۍ او د امنیت پر خرابېدو نیوکې کوي.
«دولت او طالبان دې یو پر بل باور وکړي» د سولې لپاره د مدني ټولنې د غونډو په دوام، د افغان ښځو د سولې ازادي سازمان او د افغانستان د علماوو نهضت نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرواترو پایلې ته د رسېدو غوښتنه وکړه.
پاکستان ته د تللي افغان پلاوي خوشبیني پاکستان ته د ملي مصالحې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشري تللی افغان پلاوی تېر ماښام بېرته هېواد ته راستون شو.
هلمند کې موټربم برید ۹ کسان وژلي د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، یو موټربم برید د دغه ولایت پر ۶۰۱ نمبر لویې لارې پر یوې پوستې شوی چې پنځه سرتېري پهکې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.