د سولې لپاره د مدني ټولنې د غونډو په دوام، د افغان ښځو د سولې ازادي سازمان او د افغانستان د علماوو نهضت نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرواترو پایلې ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

د افغان ښځو د سولې ازادي سازمان او د افغانستان د علماوو نهضت غړې عابدې مجیدي وویل، حکومت او د طالب ډله باید د سولې مذاکراتو د بریا لپاره یو پر بل باور وکړي.

مجیدي ټینګار وکړ چې د دواړو لوریو مرکچیان دې د سولې ټینګښت لپاره له شته فرصت نه ګټه واخلي.

د افغان ښځو د سولې ازادي سازمان او د افغانستان د علماوو نهضت مرستیالې تورپیکۍ مومند وویل، د دیني عالمانو رول دې د سولې په خبرو کې له پامه نه غورځول کېږي.

د هغې په خبره، د دولت او طالبانو ترمنځ په خبرواترو کې چې پر کومو مهمو موضوعاتو پرېکړه کېږي، دیني عالمان باید په‌کې وي.

په ورته مهال د پوهنتون استادې او مدني فعالې زینب موحد په کابل کې یوې جلا خبري ناستې ته وویل چې د هېواد د اوسني اساسي قانون په رڼا کې دې سوله تامین شيد.

د نوموړې په وینا، دواړه لوري دې د اساسي قانون، د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنو او له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کولو پر بنسټ سوله وکړي، که نه له دې پرته د سولې راتګ ناشونی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دولت او طالبانو شاوخوا شل ورځې وړاندې په دوحه کې د سولې خبرې اترې پیل کړې، خو دواړه لوري تر اوسه نه دي توانېدلي چې د مخامخ خبرواترو لپاره طرزالعمل وروستی کړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام