په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي او د ولایتي شورا رییس په دغه ولایت کې د امنیتي چارواکو پر ناهمغږۍ او د امنیت پر خرابېدو نیوکې کوي.

دغه وکیلان چې د پکتیا د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره یاد ولایت ته تللي، نن یې په یوه خبري غونډه کې وویل، په ګردېز ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي، د لویو لارو امنیت خراب دی او طالبان پرې خلک ځوروي او امنیتي ځواکونو ته هم لازمې وسلې او تجهیزات نه ور رسېږي.

په ولسي جرګه د پکتيا د خلکو استازي نصيب مقبل وايي، نه یوازې د دغه ولایت امنیتي مسوولانو د امنیت ټینګښت په برخه کې د مسوولیت احساس نه دی کړی، بې‌پروايي او په خپلو کې همغږي نه لري، بلکې د حکومت مرکزي ادارې هم لازم تشکیلات او تجهیزات نه دي ورکړي.

په ولسي جرګه کې د پکتیا یو بل استازی سیدحسن پکتیاوال وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي او په وینا یې، امنیتي چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د پکتیا ولایت د امنیت ټينګېدو په برخه کې به په خپلو پلانونو کې لازم بدلونونه راولي.

د ولسي جرګې یو بل غړی محمدابراهيم غښتلی او د ولايتي شورا ریيس عبدالمالک ځاځی وايي، د سولې خبرواترو له پیل سره سم په هېواد، په تېره پکتیا کې جګړې زور اخیستی دی.

دوی پر حکومت غږ وکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه پر درنو وسلو او لازمو تجهیزاتو سمبال کړي.

خو د پکتیا امنیتي مسوولان د دوی ترمنځ د ناهمغږۍ او وظیفوي بې‌پروايي نه مني.

د پکتيا امنيه قوماندان سلطان‌داوود سلطان وايي، له نورو امنیتي برخو سره یې په ګډه دفاعي حالت غوره کړی او په وینا یې، د امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ لپاره یې یوه ځانګړې ډله جوړه کړې چې د وسله‌والو د بریدونو مخنیوي او امنیت ټینګښت په برخه کې ګډه او نږدې همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د وسله‌والو طالبانو له لوري د پکتیا په يوشمېر ولسواليو او لويو لارو کې بريدونه زيات شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام