
واورو د غور ټولې مواصلاتي لارې وتړلې
د غور ـ هرات لویېلارې یو شمېر مسافران او د دغه ولایت د ولسوالیو اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د درنې واورې ورېدو او توپانونو له کبله د غور ـ هرات او غور ـ کابل لویېلارې په ګډون د دغه ولایت مرکز سره د ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي دي.
د دوی په وینا، که دولت د دغو لارو پرانیستو ته پام ونهکړي، ډېرو ستونزو سره به مخ شي او نهشي کولی خپلو سیمو ته لاړ شي او یا هم ناروغان روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.