د پنجشېر د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي وايي، له څلورو ورځو راهیسې د دغه ولایت په دوو جبهو کې جګړه پیل شوې چې له کبله یې له ۳۵۰ ډېر طالبان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په یادو نښتو کې ۲۸۷ طالبان ټپیان شوي او ۳۵ نور یې د دوی لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تراوسه د پنجشېر جګړه کې ورته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او فهیم دشتي هم نه ده روښانه کړې چې دوی ته څومره مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دشتي په یوه غږیز پیغام کې پوښتنه کړې چې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ خبرې اترې ولې پرې شوې؟ د نوموړي په وینا، دوی د خبرواترو له لارې د هېواد او خلکو د بنسټیزو ستونزو حل غوښته، خو «مقابل لوري [طالبانو] شخصي وړاندیزونه لرل، د طالبانو حکومت کې د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود د حضور وړاندیز یا هغه ته د یوې څوکۍ ورکول یا یې د مال او شتمنیو د خوندیتوب وړاندیز.»

فهیم دشتي وايي، احمد مسعود د دغو وړاندیزونو په اړه وویل چې د شخصي مسایلو او حکومت کې د څوکۍ ګټلو په لټه کې نه دی.



د هغه په خبره، امیرخان متقي په نامستقیم ډول د پنجشېر اوسېدونکو ته په خطاب کې ویلي چې «خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او دې ډلې ته تسلیم شي.» خو په خبره یې، د مقاومت جبهه به هېڅکله تسلیم نه شي او نه به وسلې پر ځمکه کېږدي؛ ځکه «دغه جبهه د هېواد، خلکو او د هغوی د حقونو، ازادیو او ارزښتونو د دفاع لپاره چې په تېرو څلوېښت کلونو کې یې لپاره مبارزه شوې، جوړه شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون غړي امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ یوه غږیز پیغام کې ویلي و چې په پنجشېر کې د مقاومت له مشرانو سره یې خبرې بې‌پایلې وې.

هغه د پنجشېر له خلکو غوښتي و چې د خبرواترو له لارې د ستونزې حل ته خپل مشرانو ته قناعت ورکړي او هغوی چې د خبرو له لارې د ستونزې پر حل باور نه لري، له دغه ولایت څخه وباسي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام