یو پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا نن د یوې غونډې پر مهال پر افغانانو غږ وکړ چې هېواد کې د نوي جوړېدونکي حکومت ملاتړ وکړي. د هغه په وینا، خلک باید د طالبانو له لوري اعلان شوی اسلامي نظام ومني.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرسیتال شېرمحمد عباس ستانکزي تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به په افغناستان کې نوی حکومت اعلان شي.
خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی انعامالله سمنګاني سلاموطندار ته ویلي چې د نوي دولت او کابینې جوړولو پر سر بحثونه شوي او د اعلان لپاره یې چمتووالی روان دی. د هغه په خبره، تر اوسه د نوي حکومت د اعلانولو وخت او ځای نه دی ټاکل شوی.
طالبانو د روان لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ونیوه او تر اوسه یې د ځینو مهمو وزارتونو ترڅنګ، په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې خپل کسان د یوشمېر ادارو سرپرستان ټاکلي دي.