بغلان کې د جګړې دوام او په اړه یې د خلکو اندېښنې

د بغلان په درېوو ولسوالیو او د پلخمري ښار په څنډو کې د جګړې دوام د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د بغلان د نهرین ولسوال محمد عزیزي سلام‌وطندار ته ويلي، بېګاه تر سهاره پر دې ولسوالي د طالبانو بریدونو دوام درلود چې له کبله یې د څو بهرنیو جنګیالیو په ګډون، نږدې ۴۰ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

بغلان کې د ۶۵ امنیتي ځواکونو د خوشې کولو په اړه د طالبانو ادعا

د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په بغلان کې یې ۶۵ امنیتي ځواکونه خوشې کړي او په وینا یې، دغه کار یې د روژې میاشتې په مناسبت کړی دی.
په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي، هغه څو کسان چې په مرکزي بغلان ولسوالي کې د طالبانو له بنده خوشې او پلخمري ښار ته راغلي وو، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او پوښتنې ګروېګنې ترې روانې دي.

پکتیا کې هدفي وژنې؛ یوه میاشت کې ۱۶ کسان ترور شوي

که څه هم له څه مودې راهیسې په پکتیا کې ستر بريدونه نه دي شوي، خو داسې ښکاري چې وسله‌والو د جګړې لوری بدل کړی او تر ډېره د هدفي وژنو په اړه خبرونه ورکول کېږي.
د پکتیا د ولایتي شورا وکیل محمدالرحمان قادري وایي، د هوا په تودېدو سره په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ قومي مخور، څارنوالان او امنیتي کسان وژل شوي دي.