د سرپل د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو په یوه کمین کې ۱۲امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه پېښه پرون مازدیګر هغه مهال رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونه د تاکتیکي شاه تګ په حال کې وو.

د سرپل د ولایتي شورا مرستیال سید اسدالله دانش سلام‌وطندار ته وایي چې د لومړنیو شمېرو له مخې، په صیاد ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱۲امنیتي ځواکونه وژل شوي او نېږدې ۲۶نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې دغه ځواکونه له صیاد ولسوالي څخه د وتلو په حال کې وو چې د طالبانو له کمین سره مخ شوي دي. هغه وایي، یو‌شمېر سرتېري د وسله‌والو طالبانو لاس ته هم لوېدلې، خو کره شمېره یې نه ده روښانه.

په ورته مهال د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم له سلام‌وطندار ته سره په خبرو کې وویل چې په صیاد ولسوالي کې د طالبانو په یوه کمین کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې چې اوسني وضعیت کې په ډاګه کول به یې ښه نه وي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

خو په شمال کې د ۲۰۹شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سرپل ولایت په صیاد ولسوالي کې امنیتي ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله ردوي او هغه بې اساسه بولي.

په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، په صیاد ولسوالي کې د پرون مازدیګر په برید کې یې ۴۵امنیتي ځواکونه وژلي او ۲۰کسان یې له وسلو او مهماتو سره یوځای ژوندي نیولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام