د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولان وايي چې د بودیجې او مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دي.
د یادې ادارې سرپرست غلامحیدر شهامت دغه څرګندونې نن سهشنبه د زمري ۱۷مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وکړې.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې دوی د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دي او هغه کسان چې له زدهکړو او کار پاتي، د مسلکي مهارتونو زدهکړې ته اړتیا لري.
نوموړي وویل: «د ظرفیت ارتقا پروګرامونه نه دي ورکړل شوي او ځینو ولایتونو کې خو څوک نهپیدا کېږي. موږ د اقتصاد، صنعت، کرنې، کانونو او رېل پلټۍ برخه کې د کادرونو کمښت سره مخ یوو.»
د یادې ادارې سرپرست همداراز وویل چې دغه اداره یوازې ۲۰سلنه وزګاره کسان د کار بازار ته وړاندې کړي، خو په وینا یې، هره میاشت ۴۱زره کسان هېواد کې د وزګاره کسانو پر شمېر ورزیاتېږي.
هغه وویل: «مسلکي کسانو ته اړتیا لرو، یوازې مسعینک ۱۷زره مسلکي کسانو ته اړتیا لري او د صنعت برخه کې له بهره کسان راولوو، کارخونې مو خپلواکي نهلري.»
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولانو زیاته کړه چې دې ادارې ته ځانګړې شوې بودیجه بسنه نه کوي.
د دغې ادارې مالي او اداري مرستیال فضلالرحمن فاضل وویل: «د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې تېر ۱۴۰۱ کال نږدې یونیم میلیارډ افغانۍ بودیجه ورکړل شوې وه او ۱۴۰۲ یو میلیارډ او ۴۰۱ میلیون افغانۍ ځانګړې شوې چې څه باندې ۱۹ میلیونه یې مصرف شوې.»
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مرستیال غلام سعید احساس هم دې پروګرام کې وویل چې تېر کال یې بېلابېلو برخو کې نږدې ۱۵۰۰ کسانو ته زدهکړې ورکړې دي.
هغه وویل: «فعلانآ ۱۵۰ کسان د نوښت مرکز کې ثبت شوي، څو دوی وکولای شي چې په پروژو کې کار وکړي او د چورکړو د تولید ماشینونو کې کار وکړي.»
په ورته مهال د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولانو ټينګار وکړ چې له څه وخت راهیسې د یادې ادارې استادان د لوړ معاش لپاره نورو ادارو ته تللي او لا هم روان دي.