Asset 1SWN

غزني کې ټرافیکې پېښې ۳۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

غزني

د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې ۳۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې شپږ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي دي. هغه زیاتوي چې په پېښه کې د یوشمېر ټپیان شویو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا پېښه بېګاه شاوخوا اته‌نیمې بجې د غزني د اندړو ولسوالي په ناني سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په وروستیو څو میاشتو کې د کابل‌-‌کندهار پر لویې لارې ټرافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام