نوموړی نن په مزارشریف کې د اسلامي امارت د مسوولانو له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې خپلې کورنۍ ته تسلیم شو.

د اسلامي امارت چارواکو د انسان تښتونکو له منګولو څخه د عبدالروف د راخوشې کولو په اړه معلومات نه دي ورکړي چې نوموړی یې چېرته او څنګه د انسان تښتونکو له منګولو راخوشې کړی دی.

عبدالرووف په ۱۳۹۹ کال کې ښوونځي ته پر لاره وتښتول شو. انسان تښتوونکو د نوموړي د خوشې کېدو په بدل کې په وار وار د هغه له کورنۍ څخه د میلیونونو ډالرو غوښتنه کړې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې موده کې د تښتوونکو له خوا د عبدالرووف د شکنجې څو ویډیوګانې د هغه کورنۍ ته استول شوې وې.

تېر حکومت د تښتوونکو له منګولو څخه د هغه د خلاصون لپاره ډېر ځلې عملیات وکړل. خو بریالي نه شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام