په هېواد کې روانې جګړې سربېره پر دې چې له خلکو ډېری قربانۍ اخیستي، بنسټیزو زېرمو او په ټوله کې یې د هېواد اقتصاد هم پراخ زیانونه اړولي دي.

له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله، په شمالي ولایتونو کې د جګړې لمن پراخه شوې او ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تخار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې له یوې نیمې میاشتې راهیسې د جګړې پر ډګر بدل شوی او د دې جګړو په جریان کې د دغه ولایت په مرکز او نورو سیمو کې ګڼ‌شمېر کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیان ورته رسېدلی دی.

۵۰کلن محمدنور سروش د تالقان ښار اوسېدونکی او د یوې لس کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړونکی دی. نوموړی وایي چې له دوو لسیزو راهیسې د تالقان ښار په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.

سروش وایي چې په دغو کلونو کې یې د اولادونو له روزي څخه سپما شوې پیسې یې په یوه کور ولګولې، څو نوموړی له خپلې کورنۍ سره په پکې ګډ ژوند وکړي.

هغه زیاتوي چې ځمکه یې له پلار څخه ورته په میراث کې پاتې وه او له خپل میاشتني معاش چې ۸۰۰۰ افغاني دي، یوه اندازه یې سپما کړې وې، څو خپل کور پرې اباد کړي. خو د جګړې په پیل سره، هوايي ځواکونو د دوی په سیمه کې بمباري وکړه او د نوموړي کور هم پکې زیانمن شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی وايي، د جګړې له امله یې ونه شو کړای چې د خپل کور توکي راوړي او اوس یې د یوه خپلوانو کې اړولي دي.

سروش زیاتوي چې اولادونه یې لوستي دي او لوړې‌ زده‌کړې لري، خو د واسطې او شناخت نه درلودو له امله ټول بې‌کاره دي. نوموړی وایی، که دولت  ورسره مرسته ونه کړي، د خپل کور د بیارغونې وس او توان نه لري.

په همدې حال کې د تخار د کډوالو او طبیعي پېښو ریاست مسوولان وایي چې د جګړې له امله مرستندویه بنسټونه له دې ولایت څخه تللي او دغه ریاست د کافي سرچینو د نه درلودو له کبله نه شي کولای ټولو زیانمنېدونکو سره مرسته وکړي.

نورمحمد سروش د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې جګړه ودروي، ځکه جګړه سربېره پر دې چې د بې‌ګناه انسانانو ژوند اخلي، د هغوی شته هم ترې لوټوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام