د سره صلیب د اسیا برخې رییس له امیرخان متقي سره لیدلي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د سره صلیب نړیوال فدراسیون د اسیا برخې رییس الکسانډر مټیو او ورسره مل پلاوي له امیر‌خان متقي سره لیدلي دي. هغه وايي، امیرخان متقي په دې لیدنه کې غوښتنه کړې چې له افغانانو سره هراړخیزې مرستې وکړي او د کورنیو روغتونونو تجهیز ته ځانګړی پام وکړي.

د افغانستان ماتېدونکي روغتیايي او اقتصادي وضعیت په اړه د سره صلیب خبرداری

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې د لیندۍ په پنځمه، د یکشنبې ورځ د ۲۰۲۳ لومړنیو شپږو میاشتو پر مهال د افغانستان وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی چې په‌کې د افغانانو د ماتېدونکي روغتیايي، اقتصادي او خوړو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

سور صلیب: افغانان نه پوهېږي چې ځانونه تاوده کړي، که د خوړو غم وخوري

د سره صلیب نړیوالې کمټې  مسوولان وايي چې افغانستان کې د ژمي په نږدې کېدو او ناوړه اقتصادي وضعیت خلک له یوه داسې وضعیت سره مخ کړي چې د ځان تودولو او خوړو ترمنځ باید یو انتخاب کړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دې وړاندې هم افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی؛ سور صلیب: خلک د پېر توان نه‌لري

د سره صليب نړیوالې کمېتې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ راهیسې د لومړنيو اړينو توکو بيې دوه برابره شوي او ډېری افغانان يې د پېر توان نه لري. د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په ځانګړې توګه د اوړو بیې ۶۸ سلنه لوړې شوې دي.

افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۳۰سلنه زیات شوی

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی. یادې کمېټې نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، دې هېواد کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو کچه د تېر کال په پرتله ۳۰سلنه لوړه شوې. یادې کمېټې زیاته کړې، اوس په افغانستان کې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

سور صلیب: په یوازې ځان د افغانستان ناورین نه شو کابو کولای

سره صلیب خبرداری ورکړی چې مرستندویه سازمانونه په یوازې ځان په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنوي توان نه لري. دغه بنسټ له نړۍ‌والې ټولنې غوښتنه کړې چې له طالبانو سره همکاري وکړي. د سره صلیب عمومي مدیر رابرټ ماردیني ویلي، دغه بنسټ پر افغانستان د طالبانو له واکمېدو راهیسې له نورو سازمانونو سره خپلې هڅې پراخې کړي.