د سور صیلب کمېټې اعلان کړی چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بازارونو کې د اوړو بیه ۴۷ سلنه لوړه شوې ده.

د یادې کمېټې ویاند لسین کريسټین په خپله ټویټر  پاڼه کې لیکلي، د بانکي سیسټمونو ناوړه اغېز، د نقدو پیسو نشتوالی، د ګټې له لاسه ورکول او په وروستیو میاشتو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیې لوړېدو پر خلکو اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې داسې مهال لوړېږي چې ډېری هېوادوال په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او د یوې ډوډۍ د اخیستو توان نه لري.

په همدې حال کې په کابل کې د لومړنیو توکو پلورونکي تاییدوي چې له یوې میاشتې راهیسې په ټولو بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوي دي. د هغوی په وینا، اوس د یوې بوجۍ اوړو بیه چې تېرو کلونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغانۍ وه، په وروستیو میاشتو کې ۲۷۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې نړیوال بانک هم په خپل کلنۍ راپور کې د نړیوال اقتصادي ودې په اړه ویلي چې د کورونا ویروس خپرېدل او ورپسې د اوکراین جګړه، په نړۍ په ځانګړي توګه په افغانستان کې د خوراکي توکو او نفت پر بیو اغیز کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام