د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت د کامې ولسوالي اړوند د «ترۍ» سیمې په سیند کې یې د يوه کس جسد موندلی دی. 

د ننګرهار د امنیې قومنداني وياند عبدالبصیر زابلى وايي، د رامش په نامه د دغه کس جسد بېګاه شپه ناوخته امنیتي ځواکونو له سيند څخه راواېستلی او روغتون ته تر انتقال وروسته يې خپلې کورنۍ ته سپارلى دى.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړى وايي، دغه کس د کابل اصلي اوسېدونکي دى.

تر اوسه روښانه نه ده چې د مړينې انګېزه يې څه ده او ولې سيند ته غورځول شوى دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

امنيتي مسوولان هم په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې ورته پېښې رامنځ ته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام