امریکا ښايي یوشمېر افغانان بېرته هېواد ته را ولېږي

یوې امریکايي خبري شبکې سي‌اِن‌اِن ویلي، امریکا ښايي یوشمېر هغه افغانان بېرته افغانستان ته ولېږي چې له دغه هېواده یې اېستلي وو. دغې شبکې دا خبر د یوشمېر امریکايي چارواکو له قوله لیکلی دی.
که څه هم تر اوسه د دغو افغانانو د بېرته را لېږلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو امریکايي چارواکو یې دغه اقدام په اړه یو غوراوی بللی، خو په خبره یې، پر نورو لاروچارو به یې هم غور وشي.

بلخ کې یو تښتول شوی ډاکټر نادر عالمي وژل شوی

انسان تښتوونکو بېګاه په بلخ کې د رواني ستونزو او عصبي ناروغیو متخصص نادر عالمي وژلی دی.
د مزارشریف د حوزوي روغتون رییس غوث‌الدین غوري وايي چې نادر عالمي بېګاه وژل شوی دی.
نادر عالمي وږي میاشتې په ۲۹مه د مزارشریف ښار په نواباد کې د هغه کور ته له نږدې سیمې تښتولی شوی و.