یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي چې ناپېژنده کسانو نن سهار د کابل هوايي ډګر له شاوخوا نه له ۱۵۰ ډېر کسان چې ډېری یې هندیان دي، تښتولي دي.

د سرچینې په وینا، په تښتول شویو کسانو کې افغان سیکان هم شامل دي، خو ډېری هغه یې د هند عادي وګړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سرچینه چې خپله او مېرمن یې هم د تښتول شویو په ډله کې وو او د لارې په اوږدو کې د تښتوونکو له منګولو یې ځانونه ژغورلي وايي، نن سهار په اتو کاسټر موټرو کې هوايي ډګر ته تلل، خو د نه همغږۍ له کبله ونه توانېدل چې ورننوځي.

نوموړي ویلي چې انسان تښتوونکو ورته ویل چې له بلې دروازې یې هوايي ډګر ته بیايي، خو روښانه نه ده چې ایا تښتول شوي کسان یې هوايي ډګر که کوم بل ځای ته لېږدولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام