د سیداحمد سېلاب خیریه بنسټ نن په کابل کې د ۷۰ بې‌وزله جوړو د ډلیز واده مراسم ترسره کړل. د دغه بنسټ مسوول سیداحمد سېلاب وايي، دغه جوړې له بېلابېلو ولایتونو څخه وې چې د خپل ودونو د لګښت توان یې نه درلود.

سېلاب زیاته کړه چې د دغه ډله‌ییز واده ترسره کولو لپاره بېلابېلو بنسټونو همکاري کړې او په ډله‌ییزه توګه د ودونو ترسره کولو بهیر ته به همداسې دوام ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوشمېر دغه ځوانان چې نن یې ودونه وشول د سید‌احمد سېلاب مرستندویه بنسټ له‌خوا په ډله‌ییزه توګه د واده مراسمو څخه هرکلی کوي او دا د واده کولو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بولي.

په همدې حال کې د دغه ډله‌ییز واده یو ګډونوال او زوم،همت‌الله وايي، په ډله‌ییزه توګه د واده مراسمو ترسره کولو فرهنګ باید ټولنه کې دود شي، څو اوسنیو شرایطو کې د واده لوړو لګښتونو څخه مخنیوی وشي.

نوموړي وویل: «له ځوانانو مې هیله دا ده، هغه ۴یا ۵سوه زره افغانۍ چې په هوټلونو کې یې مصرفوي، له نورو ځوانانو سره دې مرسته وکړي، څو دوی  هم وکولای شي، خپل ودونه وکړي. ما هم پیسې نه درلودې دلته راغلم او دې ډله‌ییز واده کې مې ګډون وکړ.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان له هغو هېوادونو دی چې په‌کې له بې‌وزلۍ سربېره، وګړي یې په ډېرو لوړو لګښتونو سره د ودونو مراسم ترسره کوي. خو دغه فرهنګ د ځوانانو د واده کولو پر وړاندې یو ستر خنډ بلل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام