هلمند کې د سېلاب خیریه بنسټ مسوولان وايي، په پام کې لري چې د دغه ولایت د مرکز لښګرګاه ښار په کرزي لوبغالي کې د ۱۱۰ هلکانو او نجونو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره کړي.

د یاد بنسټ مشر سیداحمد سېلاب وايي، د ۱۱۰ جوړو دغه ډله‌ییز واده ته یې ۱۰۰۰۰ مېلمانه رابللي چې موخه په ودونو کې د بې‌ځایه او لوړ لګښت مخنیوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د دې بنسټ مسوولان وايي چې یادو ۱۱۰ جوړو ته د دې ډله‌ییز واده له نیولو سربېره، هرې جوړې ته د واده جامې، د ناوې د سینګار توکي، د  کالو وینځلو ماشین او د کور نور توکي هم په پام کې نیول شوي چې وړیا به ورکول کېږي.

هغه زیاتوي چې په هېواد کې د ناوړه دودونو له کبله ځوانان اړ کېږي چې پردیو هېوادونو کې مزدورۍ وکړي او خپله ځواني د نورو هېوادونو په ابادولو کې خاورې کړي.

د سېلاب خیریه بنسټ د مشر په وینا، په دغه ډله‌ییز واده کې د ۵۰ زومانو د خسر کورنۍ له ۳۰ تر ۸۰ او ځینو یې بیا خپل زوم ته ټول ولور وربښلی دی.

په دغه ډله کې د ناوې داسې کورنۍ هم شته چې خپل زوم ته یې د ۱۲ لکه پاکستانۍ کلدارو ولور وربښلی دی. د سېلاب په خبره، تراوسه د دې بنسټ له لارې یې په ټول هېواد کې ۲۵۰۰ جوړو ته ودونه کړي چې د لوړ ولور له امله یې واده پاتې و او یا یې هم د واده لګښت نه درلوده.

د  سېلاب خیربه بنسټ چارواکو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم په دغه ولایت کې د هغو کسانو لپاره ډله‌ییز واده چمتو کوي چې بې‌وزله وي او یا هم د واده د لګښت وس ونه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سېلاب خیریه بنسټ له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې بې‌وزله کورنیو ته د ډله‌ییزو ودونو مراسم برابر کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام