Asset 1SWN

هلمند کې پر لویو لارو ۱۳جوماتونه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول

۶

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو او لویو لارو کې یې د سوداګرو او خیریه بنسټونو په مرسته ۱۳ جوماتونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارلې دي.

دغه جوماتونه مرکز لښکرګاه، دوراهي، سنګین او موسی‌قلعه ولسوالي، کندهار او هرات پر لویو لارو جوړ شوې دي. په یادو جوماتونو کې د نارینه او ښځینه‌وو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه جوماتونه یې د خلکو په غوښتنه پر یادو لویو لارو او سیمو کې جوړ کړې دي.

د نوموړي په وینا، پر یادو لویو لارو تلونکي مسافر او خلک د جوماتونو نشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم زیاته کړه چې د یادو جوماتونو له ډلې «درې» یې د یوه سوداګر، «یو» د هلمند سوداګرۍ خونې د سوداګرو او پاتې یې د خیریه بنسټونو او نورو بېلابېلو کسانو په همکاري او مالي مرستو جوړ شوې دي.

بل‌خوا د یادو لویو لارو مسافر هم د دغو جوماتونو له جوړېدو خوښي څرګندوني او وايي چې جوړو شویو جوماتونو کې ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

په جوړو شویو جوماتونو کې د ښځینه او نارینه‌ لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه او لمونځ کولو جلا ځایونه، د موټرو تم‌ځایونه او له جوماتونو د ساتنې لپاره کسان هم ګومارل شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه موده وړاندې د سرپرست حکومت وزیرانو شورا هم پرېکړه وکړه چې د هېواد پر لویو لارو دې د مسافرو لپاره جوماتونه جوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام