له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستلو سره هم‌مهاله، د کندهار د سپين‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارې يوشمېر راستانه شوي کډوال وايي، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه ته د نه لاسرسي له امله پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.

د سپين‌بولدک کمپ کې ته له پاکستانه تازه راستون شوی شېرعلي سلام‌وطندار ته وايي چې هوا سړه ده او ماشومان یې پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «هوا سړه ده، کله چې دلته راغلو موږ او ماشومان مو ناروغان شو، ټول سینه‌بغل او زکام یو، شپه ډېره یخه ده. اوبه هم نشته او ستونزو سره مخ یوو.»

په همدې حال کې د تورخم له لارې راستون شوی احمدالله چې اوس یاده سیمه کې د راستنو شویو یوه کمپ کې اوسېږي، وايي، د سړې او ککړې هوا او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله دوى او ماشومان يې ناروغان شوي دي.

هغه وویل: «ګرد او دوړې زیاتې دي، د خلکو ګڼه‌ګوڼه زیاته ده، تشنابونه کم او خلک زیات دي، یوه تشناب ته ټول ورځي او د خلکو ترمنځ زګان زیات دی.»

د ملګروملتونو د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې «سېو ده چلډرن» د جمعې په ورځ یوه بیان کې ویلي، له پاکستانه تازه راستانه شوي زرګونه افغان کډوال د خطرناکو ناروغیو د لوړې کچې له ګواښ سره مخامخ دي او دا خطر ورځ تر بلې زیاتېږې.

یادې ادارې زیاته کړې چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یوازې د دوی په کلینیکونو کې د تنفسي ناروغۍ له ۳ زرو څخه زیاتې او د نس‌ناستې څه باندې ۱۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

خو د عامې روغتیا وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د راستنېدونکو په منځ کې د دې ناروغیو د لاخپرېدو مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته وویل، له پاکستانه راستنو شویو کډوالو ته د څښاک د پاکو اوبو، پاکو خوړو او درملو د وېش په برخه کې د خدمتونو وړاندې کول په معیاري ډول روان دي.

نوموړي وویل: «له هغه وخت راهیسې چې له پاکستان د افغانانو اېستل پیل شوي، ګڼه‌ګوڼه ډېره ده. زرګونو افغانانو په لومړیو ورځو کې اوبو او خوړو ته لاسرسی نه‌درلود، له همدې امله دوه-درې ورځې چې هلته پاتې وو، پر ناروغیو اخته شوي. تراوسه ۶۲زره کسانو ته اوپیډي شوې او د اړتیا وړ ټیمونه شته دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو منځ کې د ساري ناروغیو د خپریدو خبرداری ورکړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام