Asset 1SWN

لاریون‌کوونکي: د چمن-سپین‌بولدک پر لاره په پاسپورټ د تګ‌راتګ پرېکړه نه‌منو

۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷۷

د بلوچستان چمن کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د چمن-سپین‌بولدک پر لاره په پاسپورټ د تګ‌راتګ پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض کوونکو لاریون ۲۷ ورځې ته وغځېد.

لاریون کوونکي له پاکستان حکومت غواړي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه د چمن-سپین‌بولدک پر لاره هغه پرېکړه بېرته واخلي چې له مخې به یې پر دې لاره خلک په پاسپورټ تګ‌راتګ کولای شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نن شنبه د لړم ۲۷مه له لاریون کوونکو سره زرګونه کوچني ماشومان هم یوځای شول. یادو ماشومانو چې له ځان سره د «پاسپورټ نه‌منو» او نور شعارونه لېږدول، له دې لاریون سره یوځای شوې دي.

یو‌شمېر لاریون کوونکو سلام‌وطندار ته سلام‌وطندار ته وویل چې پاکستان حکومت پر دې پرېکړې سره غواړي چې دوی د خپلو کورنیو له غړیو او خپلوانو جلا کړي.

د دوی په وینا، د کوټې او کندهار ډېری اوسېدونکي سره خپلوي لري او دواړو غاړو ته یې سوداګري روانه ده چې دې پرېکړه سره به اغېزمنه شي.

یوه لاریونوال سمېع‌خان وویل: «غوښتنه خو دا ده چې موږ پر چمن- سپین‌بولدک باندې پاسپورټ په دې وجه نه‌منو چې د دې څخه د کندهار د سپین‌بولدک- چمن د خلکو ترمنځ کومې رشتې چې دي، هغه متاثره کېږي. دوی چمن‌والا چې کاروبار په باډر کې کوي یا کندهار والا یې چمن کې کوي، هغه په کروړ او (سلګونه لکه روپیو) کاروبارونه دي هغه متاثره کېږي.»

که څه هم نږدې یوه میاشت کېږي چې لاریون کوونکو د پاسپورټ نه منلو په اړه اعتراض پیل کړی، خو تراوسه یې په ښکاره توګه دې ستونزې ته ځواب نه‌دی ویل شوی.

حکمت‌ صبا چې د یاد لاریون غړی دی، سلام‌وطندار ته وویل، ۲۸ ورځې کېږي چې دوی دغه لاریون پیل کړی او په وینا یې، دواړه لوري د خپلۍ اړیکې لري او نشي کېدای چې له یوه بله جلا شي.

هغه وویل: «د افغانستان خلک دلته ځمکې لري او د دې ځای خلک افغانستان کې موږ په هېڅ صورت دغه پاسپورټ نه منلی دی او نه یې‌منو،  اوس خلک تللي دي اسلام‌اباد ته او نن لاریون کوټې ته روان شو او پرلت هم ناست دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لاریون کوونکي وايي، تر هغو به خپل لاریون ته دوام ورکړي چې د پاکستان حکومت دغه پرېکړه بېرته نه‌وي‌ اخېستې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام