Asset 1SWN

د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د پوره عملي کېدو په اړه د خلیلزاد او برادر ليدنه

Zalmai-Brother-1-oxm73995ktnp1zpe96zgyfo5vkhtn78fimp7a7ipp0

 

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وایي افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.

محمد نعيم پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي دواړو لورو په دې لیدنه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د پوره عملي کېدو پر اهميت، د پاتې شويو زندانيانو پر خوشې کېدو او يو شمېر مسایلو خبرې کړې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ د لړم مياشتې په پنځمه نېټه د افغان سولې په اړه تازه سفرونه پيل کړي دي او ټاکل شوې ناروې ته هم سفر وکړي.

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې سياسي هوکړې ته رسېدلو لپاره کړکۍ  تل نه وي پرانيستې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام