په کوزوو هېواد کې د امریکا پخواني سفیر فلیپ کازنت د امریکا حکومت ته وړاندیز کړی  چې ددغه هېواد په پوځ کې دې د افغان سرتېرو او کمانډو ځواکونو یوه ځانګړې او پیاوړې قطعه رامنځ ته کړي. ځګه، پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، واشنګتن د اروپا د امنیت ساتلو لپاره پیاوړي جنګیالیو ته اړتیا لري.

هغه د اروپا د سیاستونو څېرنیز مرکز لپاره په خپل لیکلي مقاله کې د امریکا حکومت ته وړاندیز کړی چې د امریکا پوځ دې د پخوانیو افغان پوځیانو او کمانډو څخه یوه ځانګړې قطعه جوړه کړي چې په امریکا کې یې پناه اخیستې ده.

کازنت زیاته کړې: « افغانان په جګړو ښه بلد دي، ګڼ شمېر افغان پوځیان چې امریکا ته یې تازه پناه وړی، د جګړې او ترهګری سره د مبارزی تجربه لري. او یا هم له امریکایي او اروپایي سرتېرو سره یې د ترجمان په توګه کار کړی دی.»

هغه په خپله مقاله کې ویلي چې په دغو افغان جنګیالیو کې چې امریکا کې یې پناه اخیستی هغه کسان دي چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په خطرناکو جګړو کې یې ګډون درلود او امریکا به دغه ډله د اوکراین په څېر هېوادونو کې د جګړې لپاره واستوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د استخباراتي چارو یو شمېر پخواني مسولان وایي چې ښایي امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د افغانستان د پخواني نظام د صفر یو او صفر دوه کمانډو او نورو قطعاتو یو شمیر افسران او تکړه سرتېري د همدې لپاره اېستلي وي د خپلو موخو لپاره ورڅخه استفاده وکړي چې د دوی د ایستلو پروسه لا هم دوام لري.

د استخاباراتو پخوانی چارواکی محمود حیدري وايي، امریکا به له دغو سرتېرو څخه د اوکراین په څېر هېوادونو په جګړو کې استفاده وکړي. د هغه په وینا، د دې امکان هم شته چې که امریکا یوځل بیا پر افغانستان د برید پلان ولري نو له هغو افغان ځواکونو څخه چې دوی روزلي استفاده وکړي.

د ښاغلي حیدري په وینا، امریکا او ځینې نور هېوادونه چې یو شمېر افغان ځانګړي ځواکونه یې ایستلي، د هغوی منظم لست، د تیلفون شمېرې او ادرسونه لري او ورسره په اړیکه کې دي.

«دوی که وغواړي راتلونکې کې د افغانستان په اړه داسې یو اقدام وکړي، نو خپل ځواکونه به نه‌ راولي او یو اپراتیفي عملیات به وي. په افغانستان کی به مانور اجرا کړي او روسیه به له دې خوا تر ګواښ لاندې راولي، په بل ډول یعني په دې رقم چې افغانان دي او زمونږ اشغال نه دی او دا د افغانانو کار دی، نو دوی دا پلان لري.»

د استخباراتو بل پخوانی چارواکی عبدالواحد طاقت هم په دې اند دی چې د امریکا په ګډون یو شمېر لوېدیځ هېوادونه غواړي نورو هېوادونو کې د خپلو موخو لپاره افغان ځانګړي ځواکونه وکاروي.

 هغه وایي، دغه کسان د وزیر، جنرالانو او ډګروالانو په کچه دي چې هره میاشت ورته د شلو زرو ډالرو په شاوخوا کې معاش ورکول کېږي او د دغو ځواکونو پر روزنې بوخت دي.

دغه استخباراتي چارواکي په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي که چېرې امریکا دې کار ته اقدام وکړي د افغانستان او نورو هېوادونو لپاره ګواښ دی او وایي چې  اسلامي امارت باید ژر تر ژره د دې کار مخه ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید ملګروملتونو او د امنیت شورا ته خپل غږ ورسوي او ووایي چې امریکا او ځینې لوېديځ هیوادونه نه باید افغان ځواکونه افغانستان او نورو هیوادونو کې د خپلو موخو لپاره وکاروي.

د هغوی په وینا، اسلامي امارت دې، هېواد کې دننه پاتې پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته خپلو لیکو کې د کار زمینه برابره کړي، څو اړ نه‌ شي چې نور هېوادونه ور څخه ناوړه استفاده وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه افغان سرتېري چې د ځانګړو قطعاتو او کومانډو غړي وو له ځان سره بېولي او ډېری یې په امریکا کې مېشت دي.

هڅه مو وکړه چې دې موضوع په اړه د اسلامي امارت نظر هم واخلو خو د بیا بیا اړیکو سره سره هم بریالي نه شوو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام