د بریټانیا «ډیلي‌مېل» ورځپاڼې تېره ورځ وویل چې چینایي پوځي الوتکې وړمه شپه د بګرام اډې ته رسېدلي او ګڼ‌شمېر پوځیان او پوځي تجهیزات یې دې اډې ته رسولي دي.

سره له دې چې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د بګرام اډه کې د هر ډول بهرنیو ځواکونو موجودیت ردوي، خو د چارو شنونکي وایي، که رښتیا هم چینایي ځواکونه د بګرام پوځي اډې ته راغلي وي، د افغانانو لپاره به د یوه بل سرخوږي لامل شي. د چارو شنونکی محمدحسن حقیار وايي، په افغانستان کې د چینايي ځواکونو حضور د افغانانو ذهنونه پارولی شي او په دې سره به نیابتي جګړې بیا پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو یو بل شنونکی میربت‌خان منګل هم د بګرام اډه کې د چینایي پوځیانو موجودیت د افغانانو په ګټه نه‌ بولي او وايي، په دې سره به افغانستان په راتلونکي کې د درېیمې نړیوالې جګړه مرکز وګرځي. هغه وویل، افغانستان کې د هر هېواد موجودیت د اشغال په مانا دی او د اسلامي امارت چارواکي باید په دې اړه افغان ولس ته معلومات ورکړي.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو رییس سعید خوستی بیا د بګرام اډه کې د چینایي پوځیانو موجودیت ردوي او وایي، افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پوځي حضور پای ته رسېدلی او هېڅکله به د بهرنیانو حضور ته اجازه ور نه کړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې له دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې تصویرونه خپاره شوي چې پر وسلو سمبال یوشمېر چینايي پوځیان د بګرام پوځي اډه کې لیدل کېږي.

تر وړاندې هم داسې ګنګوسې وې چې په پام کې ده چینایي پوځیان د بګرام اډه کې ځای پرځای شي، خو اسلامي امارت هغه وخت هم دا ګنګوسې ناسمې بللې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام