یوناما عیدګاه جومات ته نږدې پرونۍ چاودنه وغندله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن په یوه ټویټ کې د کابل ښار د عیدګاه جومات مخې ته پرونۍ چاودنه چې له کبله یې یوشمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، غندلې ده.
دا چاودنه هغه مهال د عیدګاه جومات مخې ته وشوه چې د طالبانو د ویاند ذبېح‌الله مجاهد د مور د فاتحې مراسم په یاد جومات کې روان وو.

د یوشمېر افغانانو جسدونه د هند په سړوخونو کې پاتې دي

هند کې یوشمېر افغانان چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې بند پاتې دي وايي، د مالي ستونزو له کبله یې خپل ناروغان له لاسه ورکړي دي.
دوی وايي، نه شي کولای د مړو شویو ناروغانو جسدونه خپل هېواد ته ولېږدوي او د الوتنو نه موجودیت او د مسوولانو بې‌غورۍ له کبله څو اوونۍ کېږي چې جسدونه یې د هند په سړوخونو کې پاتې دي.

شنونکي: افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو بیا راتګ به د بلې جګړې لامل شي

د بریټانیا «ډیلي‌مېل» ورځپاڼې تېره ورځ وویل چې چینایي پوځي الوتکې وړمه شپه د بګرام اډې ته رسېدلي او ګڼ‌شمېر پوځیان او پوځي تجهیزات یې دې اډې ته رسولي دي.
سره له دې چې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د بګرام اډه کې د هر ډول بهرنیو ځواکونو موجودیت ردوي، خو د چارو شنونکي وایي، که رښتیا هم چینایي ځواکونه د بګرام پوځي اډې ته راغلي وي، د افغانانو لپاره به د یوه بل سرخوږي لامل شي.

د درملو او نورو روغتیايي اسانتیاوو د نه موجودیت په اړه د خلکو شکایتونه

له هغه وروسته چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې محدودې شوي، دغه وضعیت روغتیا پر برخې هم ناوړه اغېز کړی او له کبله یې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د لازمو روغتیايي امکاناتو او درملو د نه موجودیت له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. همېشه‌ګل د ننګرهار له اچین ولسوالي څخه د غني‌خېلو روغتون ته خپل ناورغ راوړی دی.

د اسلامي امارت ویاند: کابل کې مو د داعش مرکز له منځه یووړ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې بېګاه یې د کابل د اووه‌لسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د داعشیانو پر مرکز عملیات کړي او یاد مرکز یې له منځه وړی دی.
نوموړي که څه هم د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې په مرکز کې مېشت داعشیان وژل شوي دي.