په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن په یوه ټویټ کې د کابل ښار د عیدګاه جومات مخې ته پرونۍ چاودنه چې له کبله یې یوشمېر ملکیانو ته مرګژوبله واوښته، غندلې ده.
دا چاودنه هغه مهال د عیدګاه جومات مخې ته وشوه چې د طالبانو د ویاند ذبېحالله مجاهد د مور د فاتحې مراسم په یاد جومات کې روان وو. یوناما په چاودنه کې ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې یاده پېښه په یوه مذهبي ځای کې شوې ده.
ترکیې هم په دې چاودنه کې ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو له کبله خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې له افغانستان سره به د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.
د دې پېښې په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي پرون وویل چې په چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. خو ځینو رسنیو بیا د طالبانو له قوله لیکلي چې په چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. دغه راز، ځینو نورو بیا لیکلي چې د چاودنې له کبله پنځه کسان وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو اسلامي امارت ویلي چې په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.