د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې بېګاه یې د کابل د اووه‌لسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د داعشیانو پر مرکز عملیات کړي او یاد مرکز یې له منځه وړی دی. هغه وايي، دغه عملیات د طالبانو د ځانګړو ځواکونو له لوري شوي دي.

نوموړي که څه هم د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې په مرکز کې مېشت داعشیان وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بېګاه د کابل په شمالي برخه کې څو پرله‌پسې چاودنې وشوې. د اسلامي امارت چارواکو په هماغه پیل کې ویلي و چې له داعشیانو سره نښتي دي. ځینو ځايي سرچینو هم ویلي و چې وسله‌والو د کابل په شمال کې د طالبانو پر سنګر برید کړی دی.

بله‌خوا پرون د کابل ښار په عیدګاه جومات کې د ذبېح‌الله مجاهد د مور د فاتحې پر مراسمو هم چاودنه وشوه چې د له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ځینو رسنیو لیکلي چې په یاده چاودنه کې اته کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي، خو ځینو نورو بیا د پنځو کسانو د وژل کېدو او یوولس نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام