هند کې یوشمېر افغانان چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې بند پاتې دي او هېواد ته د بېرته راګرځېدو هڅه کوي وايي، د مالي ستونزو او د درملنې د لګښتونو په ورکولو کې د ناچارۍ له کبله یې خپل ناروغان له لاسه ورکړي دي.

دوی وايي، نه شي کولای د مړو شویو ناروغانو جسدونه خپل هېواد ته ولېږدوي او د الوتنو نه موجودیت او د مسوولانو بې‌غورۍ له کبله څو اوونۍ کېږي چې جسدونه یې د هند په سړوخونو کې پاتې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالله چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یې خپله مور د درملنې لپاره هند ته بیولې وه وايي، ټاکل شوې وه یوه اوونۍ هلته پاتې شي، خو کله چې طالبانو کابل ونیوه، ونه توانېدل چې بېرته هېواد ته راوګرځي. هغه وايي، له یوې اوونۍ وروسته ونه توانېده چې هند کې د اوسېدو پیسې او د خپلې مور د درملنې لګښت برابر کړي او همدا لامل و چې مور یې له لاسه ورکړه.

هند کې یو بل افغان داوود وايي، پلار یې تېره اوونۍ ومړ او تراوسه نه دی توانېدلی چې جسد یې افغانستان ته ولېږدوي. د ده په وینا، سره له دې چې مسوول بنسټونه ورسره نه یوازې په دې برخه کې هېڅ همکاري نه کوي، بلکې افغانانو سره ناسم چلن هم کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په هند کې بند پاتې افغانان وايي، سره له دې چې په وار وار یې د افغانستان سفارت او نورو اړوندو بنستونو ته مراجعه کړې او د هند د بهرنیو چارو وزارت پر وړاندې یې اعتراض هم کړی، خو تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی او په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته شوی.

د اسلامي امارت مسوولانو په دې برخه کې د سلام‌وطندار اړیکو ته ځواب ور نه کړ.

پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته ملکي الوتنې او کابل ته د عادي وګړو تګ‌راتګ وځنډېده او اوس هم دغه هوايي ډګر عادي حالت ته نه دی ورګرځېدلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام