د قرهقل د مېږې یو ډول پوستکی دی، همدا چې د مېږې بچی پیدا شي، ذبحه کېږي او پوستکی یې د قرهقل صنعت لپاره کارولکېږي. قرهقل پوستکی افغانستان کې د قرهقل خولۍ جوړولو لپاره کارول کېږي او هېواد څخه بهر صادرېږي چې پخوا دغه صنعت دافغانستان لویه عایداتي سرچینه وه، خو اوس دغه صنعت مخ په ځوړند روان دی.
کندوز کې د قرهقل پوستکي سوداګر خیرمحمد چې له کلونو راهیسې د قرهقل کاروبار کوي وايي، نړیوالو بازارونو کې د پېرېدونکو د تقاضانهشتون له امله کندوز کې دغه صنعت ۹۰ سلنه کم شوی دی.
هغه وایي: « د قره قل د پوستکي صادرات د تېر کال په پرتله ۹۰ سلنه کم شوي دي، سږ کال هغه خلک چې څاروي/ غواګانې لري، پسه نهذبحه کوي، ځکه چې بازار نه لري. د يوه قره قل پوستکی له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانيو پورې بيه لري.»
کندوز کې د قرهقل پوستکي بل سوداګر عبدالباقي زاخېل چې له ۴۰ کلونو راهیسې دې برخه کې فعالیت کوي، تړلې مواصلاتي لارې او دسوداګرۍ بهیر پر وړاندې شته ستونزې، د قرهقل صنعت د کمېدو اصلي لاملونو څخه بولي.
هغه زیاتویي: « درې کاله وړاندې د یو قره قل پوستکی په ۲۵۰۰ افغانیو پېر او پلورل کېده. اوس چې بازارونه او نړيوال پروازونه بند دي،څوک تر یې ٥٠٠ افغانيو پورې هم نه اخلي پېر نه اخلي او خلک ډېر تاوان کړی. په شخصي توګه زما خپل ۳۰۰۰ پوستکي په شبرغانکې دي، بازار نشته او په توان کې یم.»
په همدې حال کې کندوز کې یو شمېر ماللرونکي سلاموطندار ته وايي، وروستیو دوو کلونو کې د کندوز بازارونو کې د قرهقل پوستکي بیهکمه شوې او په همدې دلیل د مېږو بچي نه ذبحه کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندوز د دښتارچي ولسوالي ماللرونکی حبیبالله وايي: « دوه کاله کېږي چې قرهقل پوستکی نه جوړوو، ځکه بازار نه لري او په بازارکې د قرهقل پوستکي بیه له ۲۰۹ څخه تر ۳۰۰افغانیو پورې ده چې په هغې سه نه کېږي.»
نصیر احمد چې کندوز کې د قرهقل خولیو له صنعتکارانو څخه دی وايي، په هېواد کې هم د قرهقل خولیو ګټه اخیستونکي کم شوي اودغه صنعت خپل ارزښت له لاسه ورکړی
نړۍ کې د افغانستان د قرهقل پوستکي کیفیت ساری نه لري چې تر څو کاله مخکې پورې یې عمده اخیستوونکي انګلیس، ډنمارک، فنلانداو چین وو، خو دې وروستیو څو کلونو کې دغه صنعت ډېر کم نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.