په افغانستان کې د کولالۍ یا د «خټینو لوښو د جوړولو» صنعت تاریخي مخینه لري او د هېواد د لرغوني تاریخ یوه برخه ګڼل کېږي، خو اوس یې د پېر بازار پیکه شوی دی.

حبیب‌الله وايي چې له دوو لسیزو راهیسې په جوزجان کې په خپل کار ځای کې د خټینو لوښو پر جوړولو بوخت دی او خپله کولالي مخته وړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا وړاندې له دې چې په جوزجان ولایت کې د نورو هېوادونو د صادراتو بازار ګرم شي، په دغه ولایت کې د دوی په لاس جوړو شویو خټینو لوښو بازار ښه او سلنه خلکو به له دوی څخه خټین لوښي پېرل، خو د کلونو په تېرېدو سره اوس له دغو توکو د استفاد کچه راکمه شوې ده.

په جوزجان کې یو بل کولال ګل‌مراد هم وايي، له کلونو راپدېخوا هغه هنر چې د کولالۍ په برخه کې یې لري، توانېدلی پرمټ یې دغه صنعت وساتي.

د نوموړي په خبره، هغه وسایل چې له نورو ګاونډیو هېواودونو څخه افغانستان ته راواردېږي، د کولالۍ صنعت یې له ورکېدو سره مخ کړی دی. هغه وايي، که چېرته د دغې صنعت د ودې او ساتنې لپاره پام ونشي، په بشپړه توګه به له منځه لاړ شي.

د جوزجان یو‌شمېر هغه اوسېدونکي چې خټین لوښي کاروي وايي، د هېواد له تولیدي توکو څخه استفاده د دې لامل کېږي چې اقتصاد وده وکړي، فرهنګي او لرغوني میراثونه خوندي شي او ټول باید په دغه برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تاریخ‌پوهانو په وینا، د کولالۍ صنعت شاوخوا ۴۰۰ کاله وړاندې له بخارا څخه افغانستان ته راوړل شوی او له هغه وروسته، تر اوسه یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې نښې نښانې پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام