فاریاب کې سیمهییزو سرچینو سلاموطندار ته وویل چې د دغه ولایت د قیصار ولسوالي د یکهباغ په کلي کې یوه کس د کلاشینکوف پهوسیله د اسلامي امارت د یوه سرتېري په ګډون پنځه کسان یې وژلي دي.
سرچينې زياتوي چې دغه کس “فراحالدين” نومېده او نن سهار يې په خپل کور کې له خپل پلار سره لفظي شخړه کړې او پر پلار او مېرمنيې ډزې کړې دي. دسرچنې د معلوماتو له مخې، دغه سړي پر خپل پلار او مېرمن تر ډزو وروسته دخپلې ښځې درې خپلوان هم په ډزووژلي دي.
په همدې حال کې سرچینې وایي چې نوموړی د پنځه کسانو له وژلو وروسته یو جومات ته پناه وړی خو د اسلامي امارت د ځواکونو له خوامحاصره شوی دی.
داسلامي امارت د ځواکونو له محاصرې وروسته، فراهالدین له دغو عسکرو سره څه دپاسه څلور ساعته نښته کړې چې له امله یېداسلامي امارت یو تن سرتېری وژل شوی، خو د نښتې په پای کې خپله هم په جومات کې دننه داسلامي امارت د سرتېرو لخوا وژل شویدی.
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، د فراح الدین پلار سخت ټپي شوی او اوس د میمنې ښار مرکزي روغتون کې بستر دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
يوې بلې ځايي سرچينې سلاموطندار ته وويل چې فرحالدين په نشهيي توکو روږدی و او په دې وروستيو کې د وسلو پېر او پلور ته یې هممخه کړې وه.
د دې پېښې لامل او انګیزه تراوسه نه ده څرګنده شوې. په فاریاب کې د اسلامي امارت چارواکو هم تر اوسه د پېښې په اړه څه نه ديویلي.