په غزني کې سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د غزني ښار په اړوند سیمه کې ناپېژنده کسانو یو ځوان چې تازه یې واده کړی و، په مرموز ډول وژلی دی.
د سرچینې په وینا، د بریالي په نوم دغه ځوان چې تازه یې واده کړی، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د غزني ښار له «علي لالا» سیمې څخه لا درکه شوی و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال سرچینې زیاته کړې چې کورنۍ یې دوه ورځې وروسته د نوموړی مړی د غزني د ملکي روغتون د مړو په سړهخونه کې پیدا کړ.
د وژل شوي ځوان کورنۍ وايي چې نوموړی په مخ په چړو وهل شوی او تراوسه معلومه نه ده چې چا او ولې وژلی دی.؟
په همدې حال کې د وژل شوي بریالي نومي، کورنۍ او خپلوان وايي چې هغه یوه اوونۍ وړاندې واده کړی و. دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د نوموړي قاتلان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د بریالي کورنۍ زیاتوي چې نوموړی د لاسي توکو پلورونکی و او هېڅ ډول نظامي دنده یې نه لرله او نه یې هم په مخکیني حکومت کې دنده ترسره کړې ده.
غزني کې د اسلامي امارت مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د غزني په ګډون د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې ناپېژنده کسانو خلک له ځان سره بېولي چې وروسته یې بیا مړي موندل شوي دي.