د افغانستان د رېل پټلۍ د چارو ادارې سلاکار انجنیر میرویس سلام‌وطندار ته وویل، ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان چارواکو ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه شي. دې ناسته کې به د سویلي او منځنۍ اسیا د نښلولو پر کرېدور چې د افغانستان له لارې به نښلول کېږي بحث وشي.

هغه وویل، د دې پروژې ډېره برخه د افغانستان له لارې تیریږي، چې لوی ښارونه به سره وصل کړي او له دې لارې به زیاد عواید ترلاسه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ریل پټلۍ د چارو ادارې سلاکار په وینا، دا پروژه سربیره پر دې چې افغانستان ته ستراتیژیک اهمیت لري، د سیمې هیوادونو ته هم د اهمیت وړ ده.

د ریل پټلۍ ادارې سلاکار زیاتوي، چې دې ناسته کې به د درې واړو هیوادونو ترمنځ د لارې نقشه جوړه او لاسلیک شي او دا به هم معلومه شي، چې کله به یې عملي چارې پیل او لګښتونه به یې څومره وي.

«اوس د لاری نقشی د جوړولو لپاره چمتووالی دوام لرې او انشاالله هغه ناسته چې انقریب به ترسره شې، نقشه به امضا شی او له هغه سره سم به عملی کار د پروژی په افغانستان کی پیل شې.»

د اقتصادي چارو کارپوه تاج‌محمد تلاش د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ په وسیله د منځنۍ او سویلي اسیا د هیوادونو نښلول د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان په ګټه بولي.

دی وایي، د دې سترې پروژې په مالي ملاتړ سره به ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، صادرات به زیات او اسانه شې، ملي بودیجې ته به په میلیونونو ډالر عواید اضافه شي، د سیمې هیوادونو ترمنځ به سوداګرۍ پیاوړې شي او په ټوله کې اقتصادي برخه کې د افغانستان په ګټه ده.

«باورمندیم د افغانستان په اوسنی شرایطو کې دداسی پروژو تطبیقول ډیری قوی او اقتصادی ګټی لرې. کولای شی چې په دراز مدت کی هم له دی نه ډیر اقتصادی ګټه پورته کړو.»

د یادونې ده چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ریل پټلۍ نښلولو پروژې ډیره برخه د افغانستان له مهمو ولایتونو تیریږي او جلال‌اباد ښار پېښور سره نښلوي.

د دې پروژې مقدماتي خبرې تیر حکومت یو کال وړاندې له درې‌واړو هیوادونو سره کړې وې او د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه هوکړه هم شوې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اوس اسلامي امارت هڅې پیل کړي چی د دغې پروژې عملي چارې باید ژر پیل شي او د امنیت مسولیت یې هم د کورنیو چارو وزارت په غاړه اخیستی او شاوخوا ۴۰۰۰ سرتیري یې ورته چمتو کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام