Asset 1SWN

پر یوټیوب چینلونو د ا.ا محدودیت؛ له جواز پرته فعالیت نه‌شي کولای

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د داسې طرحې د عملي کولو خبر ورکوي چې پر بنسټ به یې یوټیوب چینلونه ازاد او له جواز اخیستو پرته فعالیت نه‌شي کولای.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د دغه کار موخه یې له دیني، ملي او ټولنیزو ارزښتونو سره د یوټیوب چینلونو برابرول دي چې په خبره یې، تر اوسه له ۱۰۰ ډېر چینلونه دغه وزارت کې ثبت شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «یوشمېر یوټیوب چینلونو له بده مرغه نه ملي اصول په پام کې ونیول، نه د رسنیو قانون او ان انساني حدود یې تر پښو لاندې کړل. اخلاقي او غیراخلاقي مسایل یې خپاره کړل چې موږ ته یې په اړه د خلکو او مسوولانو له لوري شکایتونه را ورسېدل چې ولې نه کنټرولېږي. یوټیوب چینل باید د رسنۍ غوندې فعالیت وکړي، د رسنیو قوانین په پام کې ونیسي او څوک چې په‌کې کار کوي، عمر یې له ۱۸ کلونو پورته وي، کومه قانونه ستونزه ونه لري او ژورنالېزم یې لوستی وي.»

په همدې حال کې یوټیوب چلوونکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه محدودیت په اړه بېلابېل نظرونه لري. یوشمېر یې دا پرېکړه د دوی د فعالیت محدودولو په موخه بولي.

یوټیوب چلوونکی داوود ناظري وايي: «دا طرحه د یوټیوب چینلونو پر وړاندې یو ډول محدودیت دی  او پر فعالیت یې اغېز کوي. که ازاد فعالیت وکړي، جواز نه ورکول کېږي؛ نو دا د اندېښنې وړ موضوع ده.»

خو یوټیوب چلوونکی حمید خراساني چې له اطلاعاتو او کلتور وزارت نه یې د فعالیت جواز اخیستي وايي، دا پرېکړه به یوټیوب چینلونه یوه نوي لوري ته برابر او د کار کیفیت به یې ښه کړي. د هغه په وینا، دا پرېکړه د خبري یوټیوب چینلونو لپاره ګټوره ده، خو تفریحي خپرونو لپاره مناسبه نه‌ده.

بله‌خوا د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې رییس حجت‌الله مجددي وايي چې د یوټیوب چینلونو د فعالیت محدودېدو طرحه کولای شي د رسنیو فعالیت قانوني نه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «د یوټیوب چینلونو لپاره د قانون نه موجودیت مخکې په رسنیز ډګر کې یوه ستونزه وه. اوس چې وزارت کومه طرحه جوړه کړې، د رسنیز کار باور ډېرولی شي او د هغه نامسلکي کار مخه نیول کېږي چې مخکې به کېده.»

په وروستیو کلونو کې ګڼ‌شمېر کسانو د یوټیوب چینلونه جوړ کړل او په خبري، ښوونیزو، تفریحي او نورو ټولنیزو برخو کې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام