Asset 1SWN

یونان کې ځنګلي‌‌اور؛ اتلس سوځېدلي جسدونه موندل شوي

۳

د یونان په بېلابېلو سیمو کې د ځنګلي‌اور پراخېدو سره هم‌مهاله د یاد هېواد په شمال ختیځ کې اتلس سوځېدلې جسدونه موندل شوي دي.

ګومان کېږي چې دغه جسدونه به د کډوالو وي او هڅه یې کوله د ځنګل له لارې د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو ته ځان ورسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یونان کې د اوروژنې څانګې ویاند یانیس ارتوپیوس پرون سه‌شنبه د اګسټ ۲۲مه د یوې ټلوېزیوني وینا پر مهال وویل چې دغه کسان د ترکیې پولې ته نږدې په یوه ځنګل کې موندل شوي دي.

د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره د یونان په بېلابېلو سیمو کې وچې، ګرمې او بادي څپې روانې دي. د الکساندروپولیس ښار کې د یوه پراخ ځنګلي‌اور د غځېدو له امله چارواکي اړ شول چې شاوخوا اته کلي او د ښار روغتون تخلیه کړي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ یونان کې د ځنګلي‌اور له امله د دوو کسانو مړینې سره یاد هېواد کې د روانې اوونۍ پر مهال د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ ته ورسېد.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یونان هر کال د دوبي په موسم کې د ځنګلي‌اور پېښو سره مخ وي چې تر ټولو خونړۍ اورلګېدنه په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوې چې له امله یې ۱۰۴ کسان وژل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام