Asset 1SWN

امریکا کې د ځنګلي‌اور له امله ۶۷ کسان مړه شوي

ټولنیزې رسنۍ

امریکا کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په هاواي ایالت کې د لګېدلې ځنګلي‌اور له امله تر دې مهاله ۶۷ کسان مړه شوي دي.

د هاواي ایالت په ماوي سیمه کې د تېرې اوونۍ راهیسې د ځنګلي‌اور لګېدنې درې پېښې رامنځته شوي چې د اور شغلو دغه ټاپو پوښلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

یاده اورلګېدنه د هاواي په تاریخ کې تر ټولو وژونکی طبیعي ناورین بلل شوی دی. د هاواي په تاریخ کې تر ټولو خواشینونکې او ځپونکې طبیعي پېښه سونامي وه چې ۱۹۶۱ کال کې رامنځته شوې او له امله یې ۶۱ کسان مړه شوي وو.

ژغورونکې ډلې د هاواي اړوند لاهینا ښارګوټي ته رسېدلې، څو معلومه کړي چې اور څنګه په چټکۍ دغه سیمه پر کنډواله بدله کړه.

د الجزیرې خبرې شبکې د راپور له مخې، ژغورونکې ډلې هڅه کوي چې د سپیو او نورو وسایلو په مرسته سوځېدو سیمو کې ایسار پاتې جسدونه راوباسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

 ویل کېږي چې دې اورلګېدنه کې تر دې مهاله شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه سوځېدلې چې له کبله یې زرګونه کسان بې‌ځایه شوي او بیارغونه به یې کلونه وخت او میلیارډونه ډالر لګښت ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام