Asset 1SWN

سویس کې د ځنګلي اور له امله خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

Wildfire spreads in Bitsch, Valais, Switzerland, July 17, 2023. Switzerland Valais Police/Handout via REUTERS

اروپا کې د تودوخې څپې د خپرېدو په لړ کې د سویس د والایس اړوند برېګ ښارګوټي کې پولیسو د ځنګلي‌اور د پراخېدو له امله ګڼ‌شمېر خلک له غرنیو کلیو اېستلې دي.

د دغه هېواد پولیسو پرون دوشنبه د جولای ۱۷مه ناوخته د ځنګلي اور د پراخېدو او له غره څخه د ډبرو او تیکو د ښوویېدو له وېرې یو‌شمېر کلي له خلکو تش کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تراوسه معلومه نه ده چې د دغه ځنګلي اور له امله څومره کسان زیانمن شوي دي.

د راپور پر بنسټ، پرون له غرمې وروسته شاوخوا ۲۰۰ اور وژونکو او چورلکو د اور وژنې هڅه وکړه، خو اور لاهم د پراخېدو په هڅه کې دی.

د سویس والاس کانټن اړوند دغه سیمه روانه اوونۍ کې د تودوخې تر ټولو لوړې درجې سره مخ ده چې د اټکل له مخې د تودوخې درجه به په‌کې څه باندې ۳۰ درجې سانټیګراډ ته رسيږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

روانه اوونۍ د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د ریچارډ کچې ګرمۍ خبرداری ورکړی شوی چې په ځینو هېوادونو کې د ځنګلي اور پېښې هم رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام