Asset 1SWN

یونان کې ځنګلي‌اور ۳۰زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي

6557

یونان کې چارواکي وايي چې دغه هېواد په تېرو ۵۰ کلونو کې د تودوخې د تر ټولې لوړې درجې سره مخ دی او روانه اوونۍ له ۴۰ سانټیګراډ درجو پورته د تودوخې اټکل په‌کې  شوی دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اټکل کېږي چې دا اوونۍ به یونان کې د تودوخې درجه ریګارډ کچې ته ورسېږي او د پلازمېنې اتن په ګډون ټول یونان کې د ځنګلي‌اور د پراخېدو ګواښ ژوندی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یونان چارواکو رسنیو ته ویلي، د دغه هېواد په روډز ټاپو کې د ځنګلي‌اور پراخېدو له کبله شاوخوا ۳۰زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د یونان د ساحلي ساتونکو د معلوماتو پر بنسټ، د مدیترانې په ختیځ کې له «کیوتاري او لارډوس» ټاپوګانو څخه څه باندې ۳۰۰۰۰ کسان اېستل شوي دي. دغه سیمه د سیلانیانو لپاره مشهوره ګڼل کېږي.

یاد کسان د ساحلي ګارډ، ځواکونو د سیمې د اوسېدونکو له لوري په لسګونو موټرو کې خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

په داسې حال کې چې یونان کې د روانې تودوخې څپې یوولسمه ورځ ده، د دغه هېواد د هوا حالاتو ملي انسټیټیوټ خبرداری ورکړی چې تودوخه به څو ورځې نوره هم دوام ولري.

دغه انسټیټیوټ روانه تودوخه یونان کې کم‌سارې بللې او په وینا یې، ښايي ۱۷ ورځې نوره هم دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

یونان کې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه په ۱۹۸۷ کې رامنځته شوې چې تودوخه له ۳۹سانټیګراډ پورته شوه او ۱۱ ورځې یې دوام وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام