Asset 1SWN

سلام وطندار

د تودوخې بله څپه؛ یونان دغه هېواد کې د ځنګلي اور پراخېدو خبرداری ورکړی

6557

د یونان پلازمېنې اتن کې نن جمعه د پنځمې پرله‌پسې ورځې لپاره ځنګلي اور دوام درلود چې له امله یې د اتن لوېدیځ کې د ځنګلونو پراخه سیمه سوځېدلې او ګڼ‌شمېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د یونان چارواکي وايي چې تراوسه د ځنګلي اور په کنټرول کې پاتې راغلي دي. دغه هېواد کې د یوې بلې تودوخې څپې د خپرېدو خبر هم ورکړل شوی چې له امله یې د اوروژنې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یونان کې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د لګېدلې ځنګلي اور مهارولو لپاره اور وژونکي هڅې کوي چې د قبرس، فرانسې، اسراییل او اېټالیا ځواکونو یې هم د مرستې لپاره وردانګلې دي.

یونان کې د اوروژنې ډلې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «موږ د اتن ښار لوېدیځه برخه کې د اور مهارولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ، خو اندېښنه لرو چې د اور لمن به نوره هم پراخه شي.»

څه باندې سل کورونه او د خلکو کاروبارونه د یادې او له دې مخکې د مهار شوې اوروژنې له امله زیانمن شوي دي. د یونان حکومت نن جمعه د جولای ۲۱مه د اوروژنې له امله اغېزمنو ته د مرستو د وېش خبر ورکړی دی.

د یونان چارواکو همداراز خبرداری ورکړی چې راتلونکو ورځو کې به دغه هېواد د ځنګلي اور پېښې نورې هم زیاتې شي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې ځانونه خوندي وساتي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

اروپا کې د تودوخې څپې د خپرېدو له امله له یونان سربېره نورو اروپايي هېوادونو کې هم د ځنګلي اور د لګېدو پېښې ثبت شوي او ترڅنګ یې د ګرمۍ له امله د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام