یونان کې ځنګلي‌‌اور؛ اتلس سوځېدلي جسدونه موندل شوي

د یونان په بېلابېلو سیمو کې د ځنګلي‌اور پراخېدو سره هم‌مهاله د یاد هېواد په شمال ختیځ کې اتلس سوځېدلې جسدونه موندل شوي دي.

ګومانن کېږي چې دغه جسدونه به د کډوال وي چې هڅه یې کوله د ځنګل له لارې د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو ته ځان ورسوي.

 د یونان د کډوالو په کمپ کې د افغانانو نامعلوم برخلیک

په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالی، وزګارتیا، اقتصادي ستونزې او د ژوند لپاره د مناسبې فضا محدودیت هغه لاملونه دي چې ګڼ‌شمېر ځوانان یې نامنظمې کډوالۍ ته اړ کړي دي.

۲۵ کلن عبدالخالق هغه افغان کډوال دی چې اوس په یونان کې د کډوالو یوه کمپ کې ژوند کوي. هغه وايي، د نړۍ هېڅ ځای د خپل هېواد په څېر نه‌شي کېدای.