د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې اوسنی حکومت باید د خپل پایښت لپاره عدالت ټینګ کړي او د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.

شېرمحمد عباس ستانکزي نن چهارشنبه د وږي لومړی نېټه کابل کې «خیرالقرون کې د ښځو ونډه» تر عنوان لاندې یوه علمي او څېړنیز سیمنار ته وویل چې ا.ا باید د خپل بقا لپاره عدالت ټينګ کړي او کار اهل‌‌کار ته وسپاري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال نوموړي دي علمي او څېړنیز سیمنار ته د وینا پر مهال دا هم ویلي چې د نظام مخته وړو لپاره باید اوسنی سرپرست حکومت اساسي قانون تصویب او پر بنسټ یې د حکومتولۍ چارې سمبال کړي.

هغه وویل: «قران‌ او شریعت ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکړې او د قران لومړنی ایت هم لوستلو ته اشاره کوي، د حاکمانو دنده ده چې ښځو ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.»

همداراز د ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني دې سیمنار کې وویل چې ښځې د کار او ټولنیزو فعالیتونو حق لري، خو په وینا یې، د شته بې‌کفایتۍ له امله ورته د حل لار نه ده جوړه شوې.

هغه وویل: «ښځې کولای شي، ډاکټره شي، کولای شي سوداګره او حتا قاضي چې عدلي برخو کې کار وکړي او دا علوم پوهنتون کې زده‌ کېږي او اسلام دین او علما دې برخه کې اختلاف نه‌لري.»

د یادونې وړ ده چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي تړل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سربېره نجونو زده‌کړیالانې پوهنتون کې له زده‌کړو ګرځول شوي او د کار مخنیوي ترڅنګ تېرو دوو کلونو کې له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام